برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

قومندان له خپلو ملګرو سره طالبانو ته تسلیم شول

آریانانیوز: د فراه د مرکز تر څنګ په ولسوالیو کې هم د طالبانو بریدونو دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي.


تازه د فراه په مرکز کې د یوې پوستې قومندان له خپلو ملګرو او مهماتو سره یو ځای طالبانو ته ورغلی دی.
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دغه عسکر د ښار اړوند ریګي دیله سیمه کې پوسته درلوده، چې د جلب او جذب کمیسیون په هڅو يې له خپل ولس سره له جګړې لاس واخیست.
خبرپاڼه زیاتوي دوی د حقایقو په درک سره له جګړې لاس پر سر او طالبانو يې هم تود هرکلی کړی دی.
د فراه ځايي چارواکو د دې بشپړې پوستې د تسلیمۍ په اړه څه نه دي ويلي، خو بالابلوک کې يې د وژل شویو عسکرو شمېر په ډاګه کړی دی.
د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سید عبدالله انداربي وايي چې په پشت‌کوه او بالابلوک کې د د بالابلوک ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۳۴ عسکر وژل شوي دي.
د فراه ولايتي شورا وايي چې تېره یوه اوونۍ کې تر سلو ډېر ځواکونه له منځه تللي دي.
د دې شورا مرستیال خیرمحمد نورزی وايي چې بالابلوک کې یوازې شپېته تنه سلامت طالبانو ته تسلیم شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي