برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

قلعه ذال کې د مرستیال قومندان په ګډون ۱۸ عسکر وژل شول

آریانانیوز: طالبان وايي د کندوز په قلعه ذال کې يې د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان اداري مرستیال په ګډون ۱۸ عسکر وژلي او اته نور ټپيان دي.



د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دې ولسوالۍ په افغان مزار سیمه کې يې د ولسوالۍ پر دفاعي پوستو بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې يې د امنیه قومندانۍ اداري مرستیال او ۱۵ عسکر ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ په اختیپي سیمه کې د طالب سرتېرو په برید کې درې اربکیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د کندوز ځايي چارواکو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو طالبانو د هېواد په جنوب ختیځ ولایت پکتیکا کې هم د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دې ولایت په وازه خوا ولسوالۍ کې يې نهه تنه اربکیان او درې د اردو عسکر وژلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي طالب سرتېرو د یادې ولسوالۍ په سرواندي سیمه کې د اربکیانو پر پسوتو بریدونه وکړل، چې د نهو تنو له وژل کېدو وروسته يې ګڼ شمېر سپکه او درنه وسله هم لاس ته ورغلې.
د ملي اردو عسکر وروسته له هغه د طالبانو د خښ کړل شوي ماین ښکار شول، چې یادو اربکیانو ته د مرستې په تمه ور خوځېدلي و.
په پکتیکا کې ځايي سرچینو د جګړې پخلی کړی او د څلورو عسکرو وژل کېدل يې تایید کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي