برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

قطر ته د تلونکي پلاوي دسفرځنډېدا

آریانانیوز:د دغه پلاوي یوه غړي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخېستل شي ته وویل چې د تخنیکي ستونزو او له دغه ۲۵۰ کسیز لېست سره د طالبانو د مخالفت له وجې د دوی سفر د څو ساعتونو لپاره ځنډېدلی دی.


په پام کې وه چې نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹»له غرمې وروسته د افغانستان د دولت له‌خوا ګومارل شوی پلاوی د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شي، خو د افغانستان د حکومت یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له مخې یې نه غوښتل نوم یې واخېستل شي ازادي راډیو ته یوازې د سفر د ځنډیدو خبره وکړه، خو د علت یې په اړه یې نور څه ونه ویل.
خو د دغه پلاوي یوه غړي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخېستل شي ازادي راډيو ته وویل چې د تخنیکي ستونزو او له دغه ۲۵۰ کسیز لېست سره د طالبانو د مخالفت له وجې د دوی سفر د څو ساعتونو لپاره ځنډېدلی دی.
تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې:افغان حکومت ویلي، د قطر غونډه به د روانې اپریل میاشتې د ۱۹مې نه تر ۲۱مې د قطر په مرکز دوحه کې جوړه شي.
وسله‌والو طالبانو د افغانستان د حکومت له اعلان شوي لېست سره مخالفت ښودلی او ویلي دي چې دوی په‌دغه نوم‌لړ کې یوازې له یو شمېر مشخصو قومي مشرانو او شخصیتونو سره وګوري.
په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې تېره ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې امکان هم شه دوی دغه غونډه تحریم کړي.

شریک یي کړئ!