برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۷ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

فیسبوک د طالبانو ټولنیزې پاڼې بندې کړې

طالبانو د افغانستان د ملي راډیو او ټلویزیون د ټولنیزو پاڼو بندول، د دوی تر ولکې لاندې رسنۍ، د رسنیو د ټولو اصولو او د بیان ازادۍ خلاف عمل بللی دی.


فیسبوک د افغانستان ملي راډیو او ټلویزیون او د باختر دولتي خبري اژانس پاڼې بندې کړې دي. فیسبوک په دې ټولنیزه شبکه کې د دې ډلې لخوا یا د دې ډلې په ملاتړ د هر ډول منځپانګې په خپرولو بندیز لګولی دی.

په ورته وخت کې طالبان د فیسبوک پر ادارې د خپل واک لاندې د رسنیو د ټولنیزو شبکو په بندولو نیوکه کوي او دا یې د بیان له ازادۍ سرغړونه بولي، چې دغې ډلې پخپله د واک له راتلو وروسته پر افغان رسنیو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې نیمايي رسنۍ تړل شوې او ډېری خبریالان د طالبانو د ګواښونو له امله له هېواده وتلي او یا یې دندې پرېښې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) په نوي راپور کې راغلي، چې طالبانو په خپلسري ډول خبریالان، اعتراض کوونکي او د مدني ټولنې ډلې نیولي، او د رسنیو د ازادۍ د محدودولو له لارې د دوی پر وړاندې مخالفتونه محدودکړي دی.

یوناما ویلي چې د سوله ییزې غونډې ازادي، د بیان ازادي او د نظر ازادي نه یوازې بنسټیزې ازادۍ دي، بلکې د یوه ملت د پرمختګ لپاره هم اړین دي.

د یوناما په راپور کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونې ۱۷۳ پېښې ثبت شوي، چې ۱۶۳ یې طالبانو ته منسوبې شوې دي. له دې جملې څخه ۱۲۲ قضيې د خپلسري توقيف، ۵۸ قضيې د ناوړه چلند، ۳۳ قضيې د تهديد او ډار  او ۱۲ قضيې د بې ارتباطه نيولو دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي