برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

فغان امریکايي پوهنتون کې غیر علمي او تعصبي مسایل تدرسیږي

د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو او پښتون قوم په اړه پر «تعصب ولاړ مسائل» تدرسېږي.



دغه موضوع وروسته له هغه رسنیزه کېږي، چې له کابله خپرېدونکو ورځپاڼو، مسیر او ویسا يې په اړه مطالب خپاره کړل.
د دې سرچینو په قول په دې پوهنتون کې د ماسټرۍ د مقدمې په توګه د مافوق لیسانس لپاره تیار شوي چپټر کې، د پښتنو نفوس ایله «۳۰ – ۴۰» سلنه ښوودل شوی او د پښتو ادبیاتو تاریخ يې یوازې څلور سوه کاله یاد کړی دی.
دغه چپټر چې د پوهاند ډاکټر ظاهر وهاب په نومو یو تن د روان میلادي کال لپاره لیکلی، مسیر ورځپاڼه يې یوه جمله را اخلي: «په ۱۷۴۷ کال کې دراني پښتنو حکومت جوړ کړ او وروسته یې د خپلې قبیلې نوم (افغان) پر دې خاوره کېښود او د خراسان ښکلی او تاریخي نوم یې پر افغانستان واړاوه.»
د ورځپاڼې د راپور پر بنسټ د دې لپاره چې د چپټر لیکوال د پښتو ادبیاتو تاریخ بېخې کم وښيي، ان د خوشال بابا د زوکړې نېټه يې هم دوه سوه کاله وروسته ښوودلې ده.
«لیکوال د خپلې ادعا د ثبوت لپاره حتی د خوشال خان خټک د زوکړې نېټه دوه سوه کاله وروسته کوي. خوشال خان خټک په ۱۰۲۲ کې پیدا شوی دی، خو د دغه چپټر لیکوال وايي، خوشال خان خټک په ۱۲۲۲ کال کې پیدا شوی دی.»
د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه ناخبري ښييي او ویاندې يې عارفې پیکار سرچينې ته ویلي، چې دوی به له معلوماتو وروسته خپل نظر شریک کړي.
غلام جیلاني ځواک د دې چپټر په اړه مسیر ورځپاڼې ته ویلي، چې د علمي استدلال پر ځای دا معلومات یوازې پر تعصب ولاړ دي.
«د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې دغه تدريسېدنکی چپټر په ټولو برخو کې د پښتنو په تړاو غیر علمي، له حقایقو لرې او له تعصبه ډکې خبرې کوي. په کمزورو او ان غیر علمي منابعو تکیه کوي او هغه د ماخذ په توګه کاروي.»
د ورځپاڼې په قول دغه امریکايي پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت اصول او قوانین نه مني او افغاني ادراو ته ځواب نه وايي.
امریکايي پوهنتون د امریکا له یرغل وروسته پرانیستل شو، چې تر اوسه په بېلابېلو پوهنځیو کې محصلانو ته درس وايي، خو په اړه يې ټولنیز تصور وروسته له هغه بدل شو، چې مولوي عبدالهادي مجاهد يې په اړه پخپلو کتابونو او تقریرونو کې معلومات شریک کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي