برخه -څانګه : afghanistan, fun, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

فحشا خپرول

آریانانیوز: د تخار د علماوو شورا یو شمېر غړي وايي چې د مارچ اتمې نمانځل، د «فحشا» خپرولو لامل کېږي.


دوی وايي، د مارچ اتمې په څېر مناسبتونه په ټولنه کې د فحشا له خپرولو سره مرسته کوي او یو شمېر کسان له دې ورځې نه په ګټې اخیستو د اسلام دین ته سپکاوی کوي.

د تخار د علماوو شورا غړی مولوي عبدالمنان وايي، د ښځو په تړاو د پروګرام له جوړوونکیو نه باید پوښتنه وشي او د ښځو چارو ریاست هم وتړل شي.
په همدې حال کې د تخار د علماوو شورا یو بل غړی مولوي صمد د مارچ اتمې په نمانځغونډه کې د ښځو او نارینه‌وو د حقونو برابر ښودلو په غبرګون کې وايي، یادې څرګندونې د اسلامي ارزښتونو خلاف دي.

د تخار علماوو د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره د مارچ اتمې په ملاتړ د جوړېدونکیو پروګرامونو درولو غوښتنه وکړه او همدا راز یې د جوزجان د هغو مدني فعالانو د پېژندلو او ورته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه چې د سنګسار تمثیلي پروګرام یې جوړ کړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array