برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

غني او عبدالله لخواد شخصي کمپاین لپاره دولتي امکانات کارول

آریانانیوز: د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون د اشرف غني په مشرۍ «دولت جوړوونکی» ټیم او د عبدالله عبدالله په مشری د «ثبات او همپالنې» ټیم تورنوي، چې په خپلو کمپاینونو کې له دولتي سرچینو او امکاناتو ګټه پورته کوي.



د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون یوه کمشنر «قطب الدین رویداد» رسنیو ته ویلي « هیڅ حکومتي مامور نشي کولای د یوه مشخص کاندید په ګټه کمپاین وکړي، خو د عبدالله عبدالله او اشرف غني په ټاکنیزو کمپایني غونډو کې په ستره کچه دولتي مامورین تر سترګو شوي، له دې سره، سره د لویې جرګې خېمه یوه دولتي ودانۍ ده خو دواړو ټیمونو هلته کمپایني غونډې کړې، چې په تړاو یې باید وضاحت ورکړي».
رویداد وړاندې زیاتوي، موږ دواړه ټیمونه خبر کړي، چې د دولتي امکاناتو په بیاځلې کارونه کې له قانوني چلند سره مخامخ کېدای شي.
د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون داسې وخت دولت جوړوونکي او د ثبات او همپالنې ټیمونو ته ګواښ کوي، چې کمپایني منډې ترړې تر شپږمې ورځې رارسېدي؛ خو تر دې دمه یوازې درې نوماندانو کمپایني غونډې کړې.
د شنونکو په باور، د سولې ګرمې هڅې، د امنیت نشتوالی او د تېرو ټاکنو د ترخو خاطرو یاد هغه څه دي چې کمپایني غونډې یې پيکه او د خلګو د ګډون کچه یې پکې کښته راوستې.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي