برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

غزني کې پولیس خلک لوټي

آریانانیوز: غزني کې له حکومت نه د خلکو شکایتونو وروسته له هغه زور واخیست، چې طالبان پنځه ورځې پر دې ښار حاکم شول.


تازه د پژواک خبري اژانس خبریال د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي چې پولیس يې د ښار کوڅه په کوڅه تالاشي کوي، پیسې ترې وړي، موبایل يې پلټي او ارام يې نه پرېږدي.
سرچینه د عیسی محمد په نوم د یو تن اوسېدونکي له خولې لیکي، چې پولیس يې تر هغو ښار ته نه پرېږدي، تر څو يې پیسې نه وي ورکړې.
هغه وايي د غزني ښار کې موټر چلوي، خو پولیس ترې د شیریني په نوم بېلابېلې اندازې پیسې وړي.
د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي رحیم الله هم پژواک ته ويلي، چې ښار ته د داخېلدو لپاره باید پولیسو ته پیسې ورکړي.
هغه وايي، پولیس ټاکلې پیسې هم نه یادوي، چې څو يې په خوله ورشي، له سلو تر دریو سوه يې له مانه اخیستې دي.
که څه هم د غزني امنیه قومندان فرید مشعل وايي چې له غلو پولیسو سره به قانوني چلند وکړي، خو خلک وايي دا ډول ژمنې له څو ورځو راهیسې تکرارېږي، خو اغېز يې نه ښکاري.
وړمه ورځ ښارته څېرمه د ده خدایداد په نوم کلي اوسېدونکو هم د حکومت پر ضد له دې امله لاریون وکړ، چې پولیسو يې کورونه او باغونه ور ونړول.
د غزني والي ویاند عارف نوري هم ومنله چې پولیسو د خلکو ابادې ځمکې په شاړو بدلې کړې او باغونه يې نړولي، چې په وینا يې له همدې ځایه د غزني په جګړه کې طالبانو پرې ډزې کړې دي.
د غزني ښار هټیوال وايي د پولیسو بد چلند يې پر سوداګرۍ بده اغېزه کړې او خلک له سخت مجبوریت پرته ښار ته د تګ زړه نه ښه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي