برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

عسکرو که د امریکایانو له ملاتړ لاس واخلئ زموږ وروڼه دي

سره له دې چې د طالبانو پوځي عملیات د میاشتې په دننه کې د کورنیو او بهرنیو رسنیو د سر ټکي شول، خو دوی یو ځل بیا پر افغان عسکرو غږ کړی چې د بهرنیانو له ملاتړه دې لاس واخلي.



طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د روزګان په چوري ولسوالۍ کې د نیول شویو عسکرو لنډه ویډیو خپره کړې، ورسره يې پورته پیغام هم ورکړی دی.
ویډيو کليپ کې چې نیول شوي عسکر پخپلو دندو پښېمانه ښکاري، پخپلو نورو ملګرو هم غږ کوي چې دا دندې پرېږدي او له دې «سپېڅلي صف سره یو ځای شي.»
مجاهد لیکلي افغان عسکر د امریکايي ځواکونو په مخکې سپر دي، که دوی له امریکايي ملاتړه لاس واخلي د دوی وروڼه دي.
«د حکومت په لیکو کې شامله کسانو! د اسلامي امارت مجاهدین له تاسو سره یواځې له دې امله جګړه کوي چې تاسو د غاصبو او اشغالګرو امریکایانو په مخ کې سپر یاست.»
ښاغلي مجاهد وړاندې لیکلي، د دوی د جګړې اصلي هدف د امریکایانو وژل او له هېواد شړل دي، هغه پر افغان عسکرو غږ کړی: «که تاسو د امریکایانو له ملاتړ څخه لاس واخلي نو زموږ وروڼه یاست!»
طالبان چې پخپلو لیکو کې د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون يې د همدې دندې لپاره ځانګړی کړی، په یوازې تېره میاشت لسګونه عسکر پرلپسې ورته تسلیم شوي دي

شریک یي کړئ!