برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالب ویاند: طالبان د امریکا غلامان نه دي

آریانانیوز: د طالبانو ویاند له امریکا سره د طالبانو د همکارۍ په اړه د بایډن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان د امریکا غلامان نه دي.


د جوبایډن دا څرګندونې چې امریکا باید له طالبانو څخه د القاعدې په وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته وغواړي، د طالبانو د چارواکو له غبرګون سره مخ شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي چې طالبان د امریکا غلامان نه دي، مجاهد زیاته کړې چې که طالبان د امریکا غلامان وای نو د امریکا تر بندیزونو لاندې به نه و او د امریکا له خوا به په رسمیت پېژندل کېدل.

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې نن افغانستان په خپلو پرېکړو کې مستقل دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د بایډن وروستۍ څرګندونې له حقیقته درک بللي او ویلي یې دي: موږ د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغه څرګندونې چې په افغانستان کې اوس مهال کومه وسله والې ډلې شتون نه لري، د حقیقت درک بولو.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیت شورا د بندیزونو څارونکې ډلې په خپل راپور کې ویلي چې داسې نښې شته چې القاعده خپل عملیاتي وړتیا بیا راژوندۍ کوي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي