برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

طالبان – په ټاکنیزو مرکزونو باندې د بریدونو ګواښ

آریانانیوز: په داسې حال کې چې د ولسمشریزو ټاکنو پیل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې او حکومت د یوې ډيموکراټيکې پروسې له لارې د نوي حکومت د تشکیل په پلمه ټاکنیز مرکزونه خلاص کړي؛ خوطالبانو یو ځل بیا ګواښ کړی، چې په ټاکنیزو مرکزونو به بریدونه کوي او د ټاکنو په ورځ به د هیواد لویې لارې تړي
د طالبانو د نظامي کمېسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «وروسته له هغه چې امریکايي اشغالګرو اتلس کاله وړاندې زموږ هیواد اشغال کړ دا څوم ځل دی چې همدا جعلي پروسې د خلکو د تیرایستلو، افتراق اچولو، تعصبونو او اختلافاتو پارولو په منظور او د اشغالګرو د اهدافو د تحقق په هدف ترسره کیږي.افغانان شاهدان دي چې یوځلې هم نه دغه پروسه په سمه توګه ترسره شوې، نه يې کومه نتیجه درلودلې اونه يې هم زموږ د کړيدلي ولس کوم درد دوا کړی دی.»
خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «بناءً د اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون په ټول افغان مؤمن او آزادۍ غوښتونکي ولس غږ کوي چې له دښمن سره د هغوی د اهدافو په تر لاسه کولو کې هيڅ راز مرسته ونه کړي، په انتخاباتو کې هرډول ګډون تحریم کړي، نور خپل خپلوان هم په دغه نمايشي پروسه کې له ګډون څخه را منع کړي.»
له دې سره، سره په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د ټاکنو په ورځ به د هیواد ټولې لویې لارې تړل شوې وي او له خلګو هیله شوې، چې د خوندیتوب په موخه دې له سفر کولو ډډه وکړي او په خپلو کورونو کې دې پاتې شي
یاده دې وي، چې څه موده وړاندې هم طالبانو ټاکنې د سولې د سبوتاژ هڅې نومولې وې او په ټاکنیزو مرکزونو یې د بریدونو ګواښ کړی وو
په ورته وخت کې «یوناما» له طالبانو غوښتي، چې په ټاکنیزو مرکزونو دې له برید کولو لاس واخلي.

شریک یي کړئ!