برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

طالبان په خپله هوکړې ژمن دي

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته تر خپل راتګ وروسته قطر ته سفر کړی، او هلته یې طالب مشرانو سره کتنه ترسره کړې ده
مایک پمپیو دوحه کې خبریالانو ته ویلي چې د ملابرادر په مشرۍ طالب چارواکو سره یې کتلي، او داوړو لوریو د خپلمنځي هوکړې پر پلې کېدو ټینګار کړی دی
مایک پمپیو ویلي، له طالبانو سره مو افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو هم خبرې کړي، او دې برخه کې یې سپنه خبره ورته کړې ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر طالبانو سره د بندیانو د خلاصون په اړه هم خبرې کړي، اوویلي چې دې برخه کې طالبان هم باید خپل مسؤلیت ادا کړي
د مایک پمپیو په خبره طالبانو تر اوسه د شوې هوکړې سره سم امریکا ته ژمن پاتې شوي، او افغانستان کې یې پر امریکايي ځواکونو برید ندی کړی
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د خبرو پخلی کړی، او زیاته کړې چې داوړو لوریو د هوکړې پر پلې کېدو او همداراز د بندایان پر خلاصون خبرې کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ ( دوشنبه وري ۴ ) کابل ته راغلی وو، او دلته یې په جلا – جلا توګه ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره کتنه ترسره کړه تر څو د داوړو ترمنځ پرته سیاسي کشاله حل کړي
داسې ښکاري چې کابل ته د پمپیو سفر بې ګټې پای ته رسېدلی، او ندی بریالی شوی د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړی وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي