برخه -څانګه : afghanistan, fun, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

طالبان په افغانستان کې د ځانمرګو بریدونو ریکارډ لري

آریانانیوز: د امر بالمعروف اونهی عن المنکر وزارت سرپرست وزیر وایي تر اوسه هیڅ چا یا ډلې د طالبانو په پرتله ډیر ځانمرګي بریدونه نه دي کړي.


په یوه ویډیو کې چې د طالبانو د یو شمېر ویاندویانو له خوا خپره شوې، د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي ادعا کړې چې د دې ډلې شل کلنه مبارزه د امر بالمعروف و نهی عن المنکر د حکم پلي کول وو.

خو هغه وويل، چې د دې ډلې شل کلنه جګړه او ځانمرګي د دوو مهمو موخو لپاره ترسره شوي؛ لومړی د اشغال خاتمه او دوهم د دې ډلې له ایډیالونو سره سم د اسلامي نظام جوړول.

هغه ټینګار کوي چې طالبان باید له خلکو سره ناوړه چلند ونه کړي. ځکه چې دا د دې لامل ګرځي چې خلک د طالبانو له رژیم څخه کرکه وکړي.

د طالبانو د امربالمعروف و نهی عن المنکر وزارت سرپرست هم په دې غونډه کې وویل: زموږ شل کلنه مبارزه د څه لپاره وه؟ دا د اسلامي نظام د واکمنۍ لپاره وه. په تاریخ کې هیڅکله دومره ځان وژنې نه وې شوې.
اسلامي نظام څه وخت جوړېږي؟ کله چې د انکار مخه ونیول شي.

دا ټول په داسې حال کې دي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ښځو چارو وزارت حذف کړ او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت جوړ کړ. یو وزارت چې دنده یې د خلکو ټولنیز ژوند محدودول دي.

شریک یي کړئ!