برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبان پر اویا سلنه خاوره حاکمیت لري

د اجراییه ریاست مرستیال او د وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي طالبان د هېواد پر ۷۰ سلنه خاوره حاکمیت لري.



محقق تېره پنجشنبه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د طالبانو پر دې اندازه حاکمیت راتلونکې ټاکنې له ګواښ سره مخ کولی شي.
هغه همدارنګه په غزني کې پر هزاره مېشتو هېوادوالو غږ کړی چې د ناڅاپي بریدونو لپاره دې تیار اوسي.
محقق دعوه کړې چې دولتي استخبارات او په «حکومت کې د طالبانو پلویان» غواړي پر هزاره مېشتو سیمو کې جګړه وکړي.
د اجراییه ریاست مرستیال د ټاکنو کمیسیون له لوري د غزني ولایت په دریو حوزو وېشل هم ناقانونه کار بللی دی.
هغه ويلي قانون باید په ټول هېواد کې یو ډول تطبیق شي او په خبره يې باید «یو بام او دوه هواوې» ونه اوسي.
یاده دې وي غزني کې ډېری هزاره میشتې سیمې تر ټولو خوندي ګڼل کېږي، چې تر اوسه پکې د کومې پېښې خبر نه دی ورکړل شوی.

شریک یي کړئ!