برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

طالبان: هغه کسان چې خپل کورونه داعش ته په گروي وکړي، سزا به ورکړل شي

آریانانیوز: طالبانو خبرداری ورکړی چې هر هغه څوک چې له داعش سره همکاري وکړي او یا هغوی ته ځای ورکړي سزا به ورکړل شي.


د طالبانو د دفتر مشر، قاري فصیح الدین فطرت، په یوه بیان کې وویل، خلک باید له تضمین پرته چا ته کور په کرایه ورنکړي.

فطرت وویل: که څوک خپل کور له ضمانت پرته نامعلومو کسانو ته په کرایه ورکړي او هغوی داعش ثابت شي، د کور مالک ته به سخته سزا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پلازمینه کې له څلورو زیاتې چاودنې شوې دي چې داعش ترهګرې ډلې یې پړه پر غاړه اخیستې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي