برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

طالبان مینه ناک او ښایسته خلک وه

آریانانیوز: د طالبانو او امریکایانو تر منځ د تازه تبادلې په ترڅ کې خوشي شوی اسټرالیايي بندي له بند وروسته په خپلې لومړنۍ مرکه کې ویلي چې طالبان ډیر ښایسته، مهربانه او مینه ناک خلک وو
اسټرالیايي بندي ټیموتي ویکس په خپل مرکه کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ او اسټرالیا د لومړي وزیر څخه د مننې تر څنګ د هغو طالب ساتونکو په اړه چې دوی یې تر دوه کاله زیاته موده ساتلي وه، وویل: زه ددوی سره هیڅ کرکه نه لرم، ددوی څخه د ځینو یې زه اوس هم ډیر عزت لرم، ډیره مینه ورسره لرم، په دوی کې ځیني ډیر مهربانه، ښه او مینه ناکه خلک وه. له همدې وجې ما به فکر کاوه چې دوی څرنګه دغه ځای او کار ته مجبوره شوي دي؟
نوموړي زیاته کړه: زه پوهیږم چې ډیر خلک به په دغه اعتراف نه کوي، مګر زما لپاره، دوی عسکر وه، او عسکر د خپل قومندانانو قومنده مني، دوی بل اختیار نه لري. ویکس وایي، کله چې یې د تبادلې وخت راورسېد او دوې چورلکې له ځانګړو ځواکونو سره ورته راغلي، خپلو طالب ساتونکو ته، چې په ده یې کلونه پیره کړې وه؛ ټينګه غاړه ورکړه. ویکس چې څه باندې درې نیم کاله یې د طالبانو په بند کې تېر شول، اعتراف کړی، چې امریکايانو یې د خلاصون لپاره شپږ ځلې عملیات ترسره کړي؛ خو ددوی په خلاصون نه دي توانېدلي
نوموړي ویل چې وروستۍ هڅه د روان کال ۲۰۱۹ په اپریل میاشت کې وشوه، امریکايي عسکر څو ځله ددوی تر دروازې هم ورسیدل او دوی به د ډزو غږ هم اوریده خو ساتونکو یې دوی وخت په وخت د یوه ځای څخه بل ځای ته او کله کله د خطر پر مهال تر ځمکې لاندي په تونل کې ساتل
ویکس وویل چې کله یې هم امید د لاسه نه وو ورکړی، هر ورځ په دې امید وو چې بالاخیره به له دغه زندانه خلاصیږي، خو په وینا یې د بند موده یې تر اندازې لږ زیاته وغځېده
تیموتي ویکس د اسټرالیا اوسېدونکی وو، چې د کابل په امریکایي پوهنتون کې یې د ښوونکي په حیث دنده مخته وړله، نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې له خپل یوه امریکایي ملګري «کیون کېنګ» سره یو ځای په کابل کې د طالبانو له لوري ونیول شو او دوې اوونۍ وړاندې له دریو طالب زندانیانو سره تبادله شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي