برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

طالبان: مونږ په هیڅ صورت اسراییل په رسمیت نه پیژنو

آریانانیوز: په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چې د اسراییلو په رسمیت پیژندل یا ورسره اړیکې جوړول په هیڅ صورت مطرح نه دي او د طالبانو په پالیسي کې ځای نه لري.


په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د طالبانو او صهیونیسټي رژيم ترمینځ د اړیکو د عادي کیدو د امکان په هکله په یوه وینا کښې د فلسطین له مسئلې څخه د دغې ډلې په ملاتړ ټینګار وکړ.

په دې اړه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، له قدس څخه د ملاتړ په اړه د طالبانو دریځ څرګند او پرېکنده دی او هغه څه چې صهیونیسټ رژیم د فلسطین په خاوره کې کوي، ظلم دی او طالبان به یې ونه مني.

نعیم ټینګار وکړ: د طالبانو سیاست په ټولو چارو کې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په رڼا کې پرمخ ځي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي