برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

طالبان: مونږ په هیڅ صورت اسراییل په رسمیت نه پیژنو

آریانانیوز: په دوحه کښې د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوی ټینګار وکړ په افغانستان کښې د دغې ډلې موقت حکومت د صهیونیسټ رژیم په رسمیت پیژندلو هیڅ اراده نه لری.


په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د طالبانو او صهیونیسټي رژيم ترمینځ د اړیکو د عادي کیدو د امکان په باره کښې د فلسطین له مسئلې څخه د دغې ډلې په ملاتړ ټینګار وکړ.

محمد نعیم په دې اړه وویل، له القدس څخه د ملاتړ په اړه د طالبانو دریځ څرګند او پرېکنده دی او هغه څه چې صهیونیسټ رژیم د فلسطین په خاوره کې ترسره کوی، ظلم دی او طالبان به یې ونه منی.

نعیم په دوام وویل: د اسرایلو په رسمیت پیژندل او یا ورسره د اړیکو ټینګول په هیڅ ډول مطرح نه دي او دا د طالبانو په سیاست کې ځای نه لري.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ټینګار وکړ: د طالبانو سیاست په ټولو چارو کې د شریعت او ملي ګټو په رڼا کې ترسره کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي