برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

طالبان له امریکا سره په خبرو کې

آریانانیوز: دیوراپورله مخی دامریکا دسیاسی چارو کارپیژاند سیټ وویل طالبان له واشنګټن سره په خبرو کښې برلاسی دی .
دامریکا د ملی امنیت دپروګرام لوړرتبه سلاکار او د نړیوالو او دستراتیژکو مطالعاتو دمرکز نامتو کارپیژاند سیټ جونز له سی این این (CNN) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل په افغانستان کښې د طالبانو وروستی بریدونه ډیر اهمیت لری ځکه دغه حملې په داسې حال کښې کیږی چې د امریکا او دطالبانو دسولې خبرې روانې دی .
جونز دې ته په اشارې سره چې دافغانستان طالبان د قدرت له دریځه خبرې کوی وویل دغه ډله په راتلونکی کښې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د خپل ارتباط له کمولو پرته بله کومه خاص ژمنه نه کوی .
ټاکل شوی ده چې امریکا له طالبانو سره دموافقې په بدل کښې په افغانستان کښې دخپلو پوځیانو شمیر کم کړی .
دامریکا نیشنل اینټرسټ( National Interest) دوه میاشتنې (bimonthly)مجلې ولیکل په داسې حال کښې چې د طالبانو او د واشنګټن خبرې اترې روانې دی له مخکې څخه زیات په ډاګه کیږی که چیرې موافقه هم لاسلیک شی له افغانستان څخه دامریکا دعسکرو وتل به په بشپړه ډول نه بلکې جزیی وی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي