برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

طالبان: رسنۍ دې زموږ په ګټه کار وکړي

آریانانیوز: ملاخیرالله خیرخواه په افغانستان کې فعالو رسنیو ته وویل، چې اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي او د نادرستو خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.


داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې دطالبانو مسؤل ملاخيرالله خيرخواه دافغانستان ددولتي او خصوصي رسنيو له يو شمير مسوولينو سره وکتل . په دې غونډه کې ملاخیرالله خیرخواه وویل چې رسنۍ باید د طالبانو د حکومت په ګټه وي.

د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د طالبانو د مسؤل تر څنګ له رسنیو سره په دې کتنه کې د دغې ډلې ویاندویانو او نورو چارواکو هم حضور درلود.

طالبانو په تېر کال کې ګڼ شمېر خبریالان نیولي او وهل ډبولي دي.

له دې غونډې څخه رسنیو ته په خپرو شویو انځورونو کې هیڅ ښځه نه لیدل کیږي. ملاخیرالله خیرخواه په افغانستان کې فعالو رسنیو ته وویل، چې اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي او د نادرستو خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته رسنیو ته لارښوونه وکړه چې پر دې ډلې له هر ډول نیوکو ډډه وکړي.

یو شمیر محدودې نجونې چې په رسنیو کې کار کوي د طالبانو په امر مجبوره کیږي چې مخونه پټ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېر کال کې د رسنیو ګڼ فعالان نیولي دي.

په عین حال کې پر رسنیو د دغې ډلې پر محدودیتونو تل انتقادونه شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه تازه بیان کې له طالبانو غوښتي چې دغه محدودیتونه لرې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي