برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

طالبان: د هوا ککړتیا په افغانستان کې د ۲۶ سلنه مرګونو لامل دی

آریانانیوز: په کابل کې د چاپېریال ساتنې د چارواکو په وینا، د هوا ککړتیا له هرو سلو زرو کسانو څخه ۴۰۶ کسان وژني.


د چاپېریال ساتنې او د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه د اروپايي ټولنې د همکارۍ لومړی پروګرام په کابل کې له کابل ښاروالۍ سره ترسره شو.

دا برنامه په داسې حال کې ترسره کیږي چې هیڅوک د هیواد د چاپیریال ساتنې ریاست په غاړه نه لري.

د کابل د چاپېریال ساتنې رییس حسن غلامي وايي، له هرو سلو زرو کسانو څخه ۴۰۶ یې د هوا د ککړتیا له امله مري.

غلامي زیاتوي، چې په هېواد کې ۲۶ سلنه مړینې د هوا د ککړتیا له امله کېږي، چې د سړې موسم په را رسېدو سره د ښاریانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د هغه په وينا، په کابل کې له ٢٥٠٠ لوړ پوړو ودانيو څخه يواځې په ٢٨٩ ودانيو کې فلټرونه نصب شوي، چې د کابل ښار د ککړتيا په پرتله ډیر کم شمېر دى.

نوموړی وویل، په افغانستان کې ۲۶ سلنه مړینې د هوا د ککړتیا له امله دي.

له بلی خوا د کابل ښاروالۍ چارواکي له خلکو غواړي چې د خپل چاپېریال په ساتنه کې ونډه واخلي.

په عین وخت کې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، حکومت به ډېر ژر د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست معرفي کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي