برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: د فلسطین مرستې ته ورځو

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي مسوول په یوه پیغام کې ویلي چې موږ د امپراتورانو له هدیرې څخه د فلسطین مرستې ته ورځو.


د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د مطبوعاتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ روح الله روحاني په “ایکس” کې د “اسرائیل په فارسي” د لیکنې په غبرګون کې لیکلي: ان شاء الله موږ به د امپراتورانو له هدیرې څخه د خپلو مظلومو فلسطینیو وروڼو مرستې ته ور ځو.

له دې مخکې د طالبانو د لومړی وزیر سیاسی مرستیال محمد عبدالکبیر هم د فلسطین مسئله د اسلامی نړۍ ترټولو مهمه مسئله ګڼله او د غزې د خلکو مظلومیت ته یې په اشارې سره وویل: افغانستان د مظلومانو ملاتړ کوی. د غزې خلک او ښايي که موږ له غاصب رژیم سره د دفاع په برخه کې ګډه پوله درلوده نو د غزې له مظلومو خلکو څخه به له صهیونیسټانو سره جګړې ته تلل.

له دې مخکې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه بیانیه کښې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه د وژلې او شهادت عامل صهیونیسټ رژیم وباله او ټینګار یې وکړ: د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو دوام به بې له شکه د سیمې او هیوادونو د بې ثباتۍ سبب شي او د هرډول ناوړه پایلو مسوولیت به د صهیونیسټانو او د هغوی د ملاتړو په غاړه وي.

شریک یي کړئ!