برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبان د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ له ټولو محلقاتو سره په ټولیزه توګه فتح کړه

مجاهد زیاته کړي چې په ولسوالۍ کې میشت دولتي سرتیري ټول یا وژل شوي، یا ټپیان او یا هم دوی اسیران کړي دي. د مجاهد په وینا له دولتي ځواکونو نه یې وسلې، مهمات، ټانګونه او رینجر موټري هم نیولي دي.


بلخوا د بادغیس ولایت دره بوم ولسوالۍ د نیولو هم طالبانو ادعا کړي چې یاده ولسوالي یې په ټولیز ډول فتح کړي ده.
طالبان وایی : بیگاه شپه 10 بجی دښمن د یادی ولسوالی د مرکز قومندانی او له ټولو امنیتی پوستو نه د اسلامی امارت د مجاهدینو د بریدونو له ‌ویري پرته له مقاومته د مرکزقلعه نو پر لوري تښتیدلي چی په وینا یې اوس مهال د ولسوالی په مرکز او شاوخوا پوستوکی د دوی مجاهدین قرار لري.
که څه هم د یادو ولسوالۍ د سقوط په اړه تراوسه لا دولتي لوري کومي رسمي څرګندوني نه دي کړي.
دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ د فراه ولایت پر مرکز طالبانو پراخ بریدونه پیل کړل چې په پایله کې یې د دولتي سرچینو په وینا د یاد ښار تر 80٪ زیاته برخه طالب جنګیالیو په خپله ولکه کې راوستي او دولتي ځواکونه یې تیښتې ته اړ کړل.

شریک یي کړئ!