برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

طالبان د امریکا شرطونه ونه منل

آریانانیوز: نيويارک ټايمز امریکايي ورځپاڼې د امریکا له لوري له طالبانو سره د خبرو لغوه کولو په اړه يو مطلب خپور کړی دی
په دغه مطلب کې راغلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري دا خبرې له دې امله نه دي درول شوي، چې طالبانو په کابل ښار کې يو امریکايي عسکر وژلی، بلکې اساسي لامل يې دا و، چې طالبانو د هوکړې لپاره د امریکا شرطونه نه منل او بله دا چې طالبانو اوسمهال په کمپ ډيويډ کې له ټرمپ سره په بيړه ناستې ته نه وو حاضر
نيويارک ټايمز د يوه طالب مشر له قوله ليکلي، طالبان به هېڅکله د امریکا په خوښه له افغان حکومت سره په واشنګټن يا بل ځای کې و نه ګوري، دا ناشونې ده؛ ځکه چې طالبان افغان حکومت په رسميت نه پيژني
ورځپاڼه وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان ولسمشر اشرف غني کمپ ډيويډ کې د ليدو لپاره ورغوښتی و، خو غني په نه زړه دغه غونډه کې ګډون ته تيار شوی و؛ ځکه دی نه پوهېده، چې هلته به څه کيږي او که يې له ورتګه انکار کړی وای، نړۍ به ته د سولې مخالف معرفي شوی وای
د امریکا او طالبانو د خبرو پر مهال د زرګونو طالب بنديانو په خوشې کولو هم هوکړې شوې وه، خو د نيويارک ټايمز په وينا د ګډ حکومت مشر ټينګار کاو، چې بنديان په دې شرط خوشې کوي، چې طالبان اوربند ومني.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي