برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

طالبان دحکومت ۲۰عسکرخوشی کړل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی دطالبانو مسئولانو وئيلي دي هغه شل افغان عسکر ئې چی له دوي سره بندیان وو، په لغمان ولایت کی خوشی کړی دی طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی ،پنځلس تنه ئې د لغمان په الیشنګ او پنځه تنه ئې د الینګار په ولسوالی کی د سرۀ صلیب کارکوونکو ته سپارلي دی خو په سیمه کی عینی شاهدان وائي په کومه سیمه کی چی طالبانو دا زندانی عسکر خوشی کړی، د سره صلیب کارکوونکی نه ښي. دلغمان ولایتی ادارې هم په دی اړه څه نه دی ویلی دا هم څرګنده نده چی خوشی شوی ټول افغان عسکر دي، که ملکی وګړی هم پکی شامل دی . طالبان دا افغان عسکر وروسته له دې خوشی کوی چی تیره ورځ دافغانستان دملی امنیت د غزني ولايت سیمه ایز چاواکو وئيلي دي ، ددې ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د طالبانو تش په نامه نظامي مسئول محمد عبدا…. تیرماﺯديګر د ولسي پاڅون کوونکو په يوه کمين کي ووژل شو.
د نوموړي مړى، وسله او موټر سايکل د پاڅون وسله والو لاس ته ورغلى، البته په نښته کي پاڅون کوونکو ته ﺯيان ندى اوښتى.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي