برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

طالبان او امریکا د تړون پر بشپړ پلي کولو سره غږېدل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر په کوربتوب دا ډله او امریکايي لوری د سولې تړون پر بشپړ پلي کولو وغږېدل. د سهیل شاهین په خبره، د طالبانو د قطر دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال مشر ملا بردار اخوند په مشرۍ د دوی مرکچي پلاوي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له مشر جنرال سکاټ مېلر سره دوحه کې پرون دا خبرې درلودې
دوی د تړون پر بشپړ پلي کولو او د بندیانو خوشي کېدو کې پر ځنډ خبرې وکړې. دواړه لوري د طالب- امریکا تړون پر خلاف ورزي او د هغه پر حل لارو هم سره وغږېدل
د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹ د لاسلیک شوي تړون له مخې په پام کې وو چې د مارچ تر لسمې افغان حکومت پنځه زره او طالبان د حکومت زر زندانیان خوشي کړي
د بندیانو د خوشي کولو لپاره د طالبانو او افغان چارواکو له دوو ویډیو غونډو وروسته دې ډلې تېره اونۍ یو پلاوی کابل ته ولېږه، چې حکومت ته د ور کړل شوي نوملړ له مخې د خپلو بندیانو خوشي کول کره کړي
خو دا بهیر وروسته له هغه یو ځل بیا جنجالي شو چې څو ورځې وړاندې حکومت وویل، هغه ۱۵ طالبان نه خوشي کوي چې په لویو بریدونو کې ښکېل وو او طالبان یې پر خوشي کېدو ټینګار کوي
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هغه مهال بي بي سي ته وویل، دا ۱۵ تنه په هغه نوملړ کې شته چې پخوا مقابل لوري ته سپارل شوی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي