برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

طالبان: امریکا د دوحې د تړون مادې نه دي مراعات کړي

آریانانیوز: د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، امریکا تر اوسه د دوحې د هوکړې شرطونو ته ژمن نه دي.



امیرخان متقي وویل: د طالبانو د چارواکو نومونه د امریکا په تور لیست کې پاتې دي او واشنګټن له طالبانو سره د همکارۍ پرځای پر هغوی بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د طالب بندیانو له خوشې کولو د امریکا انکار د دوحې د هوکړې په عملي کولو کې د واشنګټن یوه بله سبوتاژ وباله.

امیرخان متقي وویل: واشنګټن ژمن و چې د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي او نور هیوادونه یې هم وهڅوي خو د همکارۍ پر ځای یې پر افغانستان بندیزونه ولګول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي