برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبان: امریکا د افغانستان د نظامي تجهیزاتو د ستنیدو مخه نیسي

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې متحده ایالات اجازه نه ورکوي چې د افغانستان نظامي الوتکې او چورلکې هیواد ته راستانه شي.


د طالبانو د دفاع وزارت سیاسي مرستیال محمد قاسم فرید وايي: امریکا د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې له وروستیو تحولاتو وروسته ۶۰ چورلکې او یو شمېر الوتکې چې ګاونډیو هېوادونو ته لیږدول شوي بېرته ورکړي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه: موږ د افغانستان له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د شاوخوا ۶۰ چورلکو او نظامي الوتکو غوښتنه وکړه، خو هغوی ځکه رد کړل چې د امریکا تر فشار لاندې دي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند د تاجکستان او ازبکستان له چارواکو غوښتي وو، چې د افغانستان اړوند هغه چورلکې او الوتکې وسپاري، چې د کابل له سقوط وروسته له دغه هېواده ویستل شوې وې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي