برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبان: اسراییل جنګي جنایتکار دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم چارواکي جنګي جنایتکاران دي.


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې او لیکلي یې دي چې څلویښت ورځې کیږي چې د ټولو بشري معیارونو خلاف په غزه کې د صهیونیسټي پوځیانو جنایتونه دوام لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره اسراییلي یرغلګرو د جګړې ټول قوانین مات کړي دي.

په دغه بیانیه کې راغلي دي چې طالبان له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدعیو سازمانونو څخه غواړي چې په رښتیني ډول خپلو اعلان شویو ارزښتونو ته ژمن وي، د سم، واضح او عادلانه دریځ په نیولو سره په غزه کې د اسرائیلو د جنایتونو مخه ونیسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، یو ځل بیا د غزې د بې دفاع خلکو په وړاندې د اسرائیلو جنایتونه په کلکو ټکو غندي او د صهیونیسټي رژیم چارواکي جنګي جنایتکاران بولي او په غزه کې د دوی کړنې د جګړې او جنګي جرمونو له قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼي.

په دې اعلامیه کې طالبانو زیاته کړې، چې په دې مسله کې د غربي دولتونو دوه مخي چلند یو ځل بیا وښوده، چې د بشري حقونو ارزښتونه د خپلو سیاسي موخو د پرمخ بیولو لپاره یوه وسیله ده.

په پاى کې طالبانو يو ځل بيا له عربي او اسلامي دولتونو څخه په جدي توګه وغوښتل چې د غزې د مظلومو مسلمانو خلکو غږ واوري او خپل ديني او انساني وظيفه دې په عملي او معقولو اقداماتو سرته ورسوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي