برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبان: اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي

د طالبانو ویاند وايي، د دې ډلې حکومت به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې افغان حکومت به اجازه ورنکړي چې د دغه هېواد خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

مجاهد وویل: له بده مرغه د ځينو هېوادونو اندېښنې د دې لامل کېږي، چې ښايي ځينې لېرې پراته هېوادونه او هغه هېوادونه چې نه غواړي د سيمې هېوادونه له افغانستان سره نږدې شي، ناسم پوهاوی رامنځته کوي او د ناسمو استخباراتي معلوماتو له لارې د ځينو هېوادونو د تشویش لامل کېږي.

باید وویل شي، چې پاکستان او د ډله ییز امنیت د تړون سازمان یو ځل بیا له افغانستانه د ترهګرو د ګواښونو پر شتون اندېښنه څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي