برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبانو په لویدیځه غاړه کې د صهیونیسټی رژیم حملې وغندلې

آریانانیوز: طالبانو دصهیونیسټ رژیم پرضد په خپله څلورمه بیانیه کښې په تیرو دریو میاشتو کښې په نیواک شوی فلسطین کښې په جنین کیمپ وحشیانه حملې وغندلې.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جنین په کمپ باندې د صهیونیسټي پوځیانو د حملې په غبرګون کښې لیکلي دي: مونږ د فلسطین په جنین ښار باندې د صهیونیسټي نیواکګرو پرله پسې او ظالمانه حملې غندو او غواړو چې ژر تر ژره دې ودرول شي.

په دغه اعلاميه کښې راغلي دي چې د صهيونيسټ فوځيانو وحشیانه حملې او ظالمانه اقدامات د ټولو قوانينو خلاف دي او دوام يې د هيڅ یوې خوا په ګټه نه دی او حالات لا پسې خرابوي.

له دې مخکې د طالبانو مشر هبة الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کښې د فلسطین مسئلې ته په اشارې سره د فلسطین د ښځو، ماشومانو او بې دفاع خلکو په خلاف د صهیونیسټ رژیم وحشیانه جنایتونه غندلی وو.

هغه له نورو هیوادونو هم وغوښتل چې د صهیونیسټ رژیم د دغه ستر جنایت او وحشیانه تیریو د مخنیوی لپاره خپله دنده ترسره کړی .

طالبانو تل دفلسطینیانو پرضد دصهیونیسټی رژیم جنایتونه غندلی او هغه یې له نړیوالو ، اسلامی او بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده او ددغو وحشیانه اعمالو په وړاندې یې د عملی اقدام غوښتنه کړې ده .

طالبانو له واک ته د رسېدو راهیسې تل ویلي چې د سیمې له ټولو هېوادونو او ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي، خو ویلي یې دي چې له صهیونیسټي رژیم سره د هر ډول اړیکو مخالف دی.

څه موده وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فلسطین د مسئلې په اړه د افغانستان د حکومت دریځ اعلان کړ او ویې ویل: اسراییل یو نامشروع صهیونیسټی رژیم دی او هیڅکله به یې په رسمیت ونه پیژنو. اسراییل د اسلامي ملت په بدن کې یوه غده ده. قدس د مسلمانانو ګډه مسله ده او ټول مسلمانان باید په دې اړه سره متحد شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي