برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبانو په غزه کې د اسراییلو د جنایتونو د رسېدګۍ غوښتنه کړې ده

د طالبانو قاضي له نړیوالې محکمې وغوښتل چې په غزه کې د اسراییلو جنایتونه وڅېړي.


د طالبانو د قطر دفتر مشر عبدالحکیم حقاني پر غزې د اسرائیلو بریدونه غندلي او له نړیوالې محکمې یې غوښتي چې په دې قضیه کې چټک او جدي اقدام وکړي.

د طالبانو د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې حقاني ویلي، چې اسراییلو په زرګونو فلسطینیان وژلي، روغتونونه، جوماتونه او کورونه یې وران کړي او د غزې د اوسېدونکو خوراکي توکي، اوبه، درمل او برېښنا پرې کړې ده.

طالب قاضي زياته کړه چې د اسراييلو دغه عمل ظالمانه او له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

هغه له اسلامي هېوادونو هم وغوښتل چې له فلسطينيانو سره مرسته وکړي او په دې “الهي ازموينه” کې بې تفاوته پاتې نه شي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتي وو، چې د فلسطین مسله ژر تر ژره حل کړي او د اسرائیلو وحشیانه اعمال پای ته ورسوي.

په دغه بیانیه کښې هغه وویل: که نه نو د دغې انساني غمیزې مسؤلیت به د هر چا او د نړۍ په اوږو وي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي