برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبانو په الاقصی جومات د صهیونیسټ رژیم حمله وغندله

آریانانیوز: د طالبانو ویاند پر الاقصی جومات د اسرائیلو برید غندلی او غوښتنه یې کړې چې ژر تر ژره دې ودرول شي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په بیت المقدس کې پر الاقصی جومات د اسرائیلي اوسېدونکو او د دغه هېواد د پوځي ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، پر بې دفاع خلکو او عبادت ځایونو برید د بشري او نړیوالو اصولو خلاف کار دی.

مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر مسجد الاقصی باندې د اوسیدونکو او د اسرائیلو د پوځي ځواکونو برید غندلی او د ژر تر ژره د بندیدو غوښتنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې په لویدیځه غاړه کې تاوتریخوالی په بې ساري ډول لوړ شوی دی.

په وروستیو میاشتو کې د دغو تاوتریخوالو له زیاتېدو وروسته اسرائیلو هم د فلسطین پر بېلابېلو سیمو د راکټونو باران کړی دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي