برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

طالبانو په افغانستان کې د بي بي سي ټلویزیون خپرونې بندې کړې

آریانانیوز: بي بي سي له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د دې رسنۍ خپرونو د درولو پرېکړه بېرته واخلي.


بي بي سي په یوه بیان کې وویل چې په پښتو، دري او ازبکي ژبو خبري ټولګې یې په افغانستان کې له څپو څخه لیرې کړای شول.

دغې رسنۍ ویلي دي چې په افغانستان کې دغه اقدام په داسې حال کې چې د دغه هېواد خلک له یوې ناڅرګندې راتلونکې او ګډوډ حالت سره مخامخ دي، د یوه اندېښمنونکي بدلون نښه ده.

بي بي سي پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې د دې رسنۍ د نشراتو د بندولو خپله پرېکړه بېرته واخلي او د بي بي سي ټلوېزيون همکارانو ته دې سمدستي اجازه ورکړي چې د دې شبکې خبري ټولګې خپرې کړي.

په دې وروستیو کې د بي بي سي پښتو خپرونه چې په افغانستان کې د شمشاد خصوصي ټلویزیون له لارې خپرېده، بنده شوه.

په افغانستان کې د بي بي سي دري او ازبکي څانګې پخوا تړل شوې وې.

طالبانو تر اوسه نه دي ویلي چې ولې په افغانستان کې د بي بي سي خپرونې بندې شوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي