برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

طالبانو پرمذاکراتي ټیم څلورتنه اضافه کړ

آریانانیوز: داسوشیټډ پریس درپوټ له مخی د جولای پر ۱۷ لیکي چي طالبانو ۳۰ کلن مولوي یعقوب، د ملا محمد عمر اخند زاده زوی، د نظامي څانګي مشر کړی دی، او څلور نور عالي رتبه کسان يې مذاکراتي ټیم ته وراضافه کړيدي
همدا رازاسوشیټډ پریس لیکي دا نوي مقررۍ به په سیاسي او نظامي چارو کي د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده کنټرول لا ډېر کړي.
سیاسي مبصرین وايي چي دا نوي ټاکني ښايي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ښه زیری وي، ځکه دا پدې برخه کي د طالبانو جدیت ښيي.
د متحده ایالاتو د سولي د انسټیوټ مرستیال مشر وايي،«داسي برېښي چي دا یو مثبت انکشاف دی، ځکه طالبان یو داسي مذاکراتي هیات جوړوي چي هم عالي رتبه او هم وسیع القاعده دی.» هغه زیاتوي لدې څخه دا انګېرل کېږي چي طالبان د جدي بحثونو لپاره چمتو کېږي.
اسوشیټډ پریس لیکي چي طالبانو امیر خان متقي د مذاکراتي هیات څخه لیري کړیدی. او خپل مذاکراتي هیات ته يې شیخ عبدالحکیم او مولوي نور محمد ثاقب ور اضافه کړيدي.
اسوشیټډ پریس لیکي جرمني،‌ ترکیه، ایران، اندونیزیا، جاپان او ناورې د بین الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره آمادګي ښودلې ده، خو طالبان او د افغان حکومت وايي چي د خبرو لومړی مجلس به په قطر کي وي.

شریک یي کړئ!