برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۶ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبانو پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د تورخم لاره به د تل لپاره وتړي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د تورخم دروازې د بیا پرانستلو لپاره د دغه هېواد د چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې او دغې ډلې اسلام اباد ته خبرداری ورکړی، چې دوې مهمې لارې د تل لپاره وتړي.


د رپوټ له مخې د پاکستان د خبریال د راپور په اساس، د تورخم د لارې د خلاصولو لپاره د یوې حل لارې د موندلو په موخه د جدی په ۲۷ مه نېټه د طالبانو او پاکستانی چارواکو ترمنځ غونډه وشوه.

د دغه راپور له مخې، طالبانو پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکړی، چې که دوه اړخیزه هوکړې ته ونه رسېږي، له پاکستان سره به د تورخم او خرلاچي پولې د تل لپاره وتړي.

سرچینې ډان ته ویلي، که پاکستاني چارواکي له طالبانو سره یوې هوکړې ته ونه رسېږي، دغه ډله به له اسلام اباد سره خبرو ته له دوام ورکولو ډډه وکړي.

طالبانو پاکستاني امنیتي چارواکو ته ویلي چې نوي بندیزونه ورته د منلو وړ نه دي، ځکه دغې ډلې ته د ویزې د تګلارې په اړه کوم مخکینی رسمي خبرتیا نه ده ورکړل شوې.

همداراز طالبانو له پاکستاني سرحدي چارواکو غوښتي، چې په پاکستان کې بند پاتې ټولو افغان باروړونکو موټرو ته اجازه ورکړي، چې بېرته هېواد ته ستانه شي او بیا په عمومي دروازه کې د سمنټو دیوال په جوړولو سره پوله د تل لپاره وتړي.

د پاکستاني چارواکو د نوې تګلارې له مخې، د تورخم له پولې تېرېدل یوازې د ویزې او پاسپورټ له لارې ممکن دي او هغه موټر چلوونکي چې ویزه یا پاسپورټ نه لري له دې لارې نه شي تېرېدای.

د پاکستان د دغه اقدام په غبرګون کې طالبانو پاکستاني لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې افغانستان ته داخل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي