برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو مقر کې د امنیتي ځواکونو قرارګاه ونیول

آریانانیوز: د غزني په مقر کې تېره شپه د توندې جګړې په پایله کې یوه قرارګاه او دوه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.



د ځايي سرچینو په وینا طالب سرتېرو تېره شپه شاوخوا یوولس بجې جګړه پیله کړه، چې په پایله کې يې یوه لویه قرارګاه او د هستي او مدو په نومونو دوه پوستې ونیولې.
طالبانو د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د قرارګاه د قومندان صفی الله په ګډون يې د ۱۲ عسکرو په وژلو سره قرارګاه او پوستې تر واک لاندې راوستې دي.
د طالبانو خبرپاڼې لیکلي چې په دې جګړه کې ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې هم لاس ته ورغلې دي.
مقر د غزني له هغو ولسوالیو ګڼل کېدله، چې اربکیانو پکې ولس پر باج اخیستني، اخلاقي فساد او جنایاتو له ژونده زړه توری کړی و.
تر اوسه د غزني ځايي چارواکو په مقر کې د درنو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو ویلي، چې دوی په سیمه کې تصفیوي عملیات پیل کړي او سیمه يې بشپړه په واک کې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي