برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو له امريکا سره په باګرام کې خبرې رد کړې

آریانانیوز: وروسته له هغه چې سيمه ييزو رسنيو راپورنه ورکړل چې طالبانو په باګرام کې له امريکايانو سره د سولې په تړاو خبرې کړي دي، طالبانو دغه ناسته رد کړه او ويې ويل چې په باګرام کې له امريکايانو سره ناسته نه ده شوې.


تر دې وړاندې په سيمه ييزو رسنيو کې د نامعلومو سرچينو په قول ویل شوي وو چې له باګرام څخه يوه الوتکه د پاکستان د کويټې ښار ته تللې ده او له هغه ځايه يې د طالبانو د کوټې د شورا غړي باګرام ته راوړي دي او دلته يې ورسره خبرې کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې له امريکايانو سره خبرې رد کړي دي او ويلي يې دي چې د رسنيو هغه راپورونه ټول دروغ او له حقيقته لرې دي چې له ګاونډي هيواد پاکستان څخه باګرام ته د طالبانو د تګ او له امريکايانو سره د ناستې خبره په کې شوې وه.
مجاهد وايي چې: موږ دا ډول افواهات په کلکه ردوو، د سیاسي فعالیت لپاره د اسلامي امارت رسمي آدرس (سیاسي دفتر) ټولې نړۍ ته معلوم دی او د امریکایانو په ګډون د نړۍ هیوادونه کولای شي ورسره تماس ونیسي او ورشي.
د اسلامي امارت هیڅ کوم فرد یا پلاوي په بګرام کې له چاسره نه دي لیدلي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د رسنيو له لوري د طالبانو د ورته ناستو خبرونه خپاره شوي و خو طالبانو هغه راپورنه رد کړي وو او هر وخت يې خپل سياسي رسمي ادرس (سیاسي دفتر) د خبرو اترو له پاره ياد کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي