برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو شمال کې یو بیس او څو پوستې نیولې

آریانانیوز: طالبان وايي د هېواد په شمال کې يې په بغلان او کندوز ولایتونو کې یو مهم بيس او څو پوستې نیولې دي.


د طالبانو د خبرپاڼې له مخې سرتېرو يې وړمه شپه، د بغلان د پلخمري اړوند نعمت بیس بشپړ تر واک لاندې راوست.
خبر پاڼه زیاتوي طالب سرتېرو دغه بیس چې په چشمه بازار سیمه کې و، له څو ساعته جګړې وروسته ونیو.
د تلفاتو په اړه يې دقیق څه شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو یادونه يې کړې چې حکومتي عسکرو ته يې درانه ځاني زیانونه اړولې او ګڼ شمېر مهمات يې ګوتو ته ورغلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه بغلان کې هم د ټاکنو د ناکامېدو یادونه کړې او هغه لنډه وډيو يې خپره کړې چې طالبان پکې ټاکنیز مواد سوځوي.
په ورته وخت کې د کندوز په امام صاحب کې هم د طالب سرتېرو په بریدونو کې ۱۱ اربکیان وژل شوي او د دوو قومندانانو په ګډون ۱۳ نور ټپيان دي.
طالبان وايي د امام صاحب ولسوالۍ اړوند عاقي بای، بخمل کوچه او موټر شویی پوستې د دوی سرتېرو نیولې او پراخه سیمه يې تر واک لاندې راغلې.
تر اوسه حکومتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي