برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

طالبانو سره یوځای شول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د سمنګان ولایت په لاندې دره‌صوف کې د ملي امنیت د مفرزه قطعې پنځه سرتېري بېګاه
له طالبانو سره یوځای شوي دي. یاد پنځه کسان چې د ملي امنیت مدیریت ته نږدې په یوه پوسته کې وو، له څلورو کلاشینکوفونو، یوې پيکا او یوه راکېټ سره طالبانو ته ورغلي دي. پنځه واړه د یوې کورنۍ غړي وو او په دې ولسوالي کې یې په وسله‌والو غلاوو او وژنو کې لاس درلود.
د لاندې دره‌صوف ولسوال عبدالیقین احمدي د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، د امرالله په نوم یو کس یې ډلمشر و او په څو وژنو او غلاوو کې یې لاس درلود.
ټاکل شوې وه چې ملي امنیت امرالله د هغه د کورنۍ له نورو غړیو سره ونیسي، خو هغوی د امنیتي ځواکونو له عملیاتو مخکې، له طالبانو سره یوځای شوي دي.
احمدي زیاتوی چې د دغو کسانو له یوځای کېدو سره هم‌مهاله، طالبانو بېګاه د دې ولسوالي پرپوستو بریدونه کړي دي. د نوموړي په وینا، په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
د سمنګان د ملي امنیت رییس سید امیرشاه سادات وايي چې تسلیم شوي کسان ولسي پاڅونوال وو او له تېر یوه کال راهیسې یې له ملي امنیت سره اړیکې نه لرلې.
نوموړی د یادو کسانو جرمي شالید تاییدوي او وايي، غوښتل یې پر وړاندې یې عملیات وکړي.د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد د یادو کسانو یوځای کېدل تاییدوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي