برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

طالبانو د ښځو پر عامه حمامونو بندیز ولګاوه

آریانانیوز: طالبانو په خپل وروستي اقدام کې د افغانستان په شمال کې د ښځو لپاره د عامه حمامونو له کارولو منع کړل.


دې پرېکړې د ښځو او د ښځو د حقونو سازمانونه په غوسه کړي دي.

یو شمېر افغان مېرمنو دغه اقدام د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې یوه بله بېلګه بللې او اندېښنه یې ښودلې چې ښايي د هېواد په نورو برخو کې هم دغه ډول بندیز ولګول شي.

د هرات ښار په شمال لوېديځ کې مېرمنې وايي چې د دغو حمامونو ځينې يې اوس تړل شوي دي.

د الامر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت د سیمه ایزې څانګې څخه سردار محمد حیدري وایي چې په بلخ او هرات ولایتونو کې به ښځې عامه حمامونو ته له ورتګ څخه منعې شي.

د طالبانو یوه بل مشر ګارډین ته ویلي چې د دې اقدام ملاتړ نه کوي او طالب مشران باید پر لویو ستونزو تمرکز وکړي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي