برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

طالبانو د فلسطین په جنین ښار باندې د اسرائیلي ځواکونو حمله وغندله

آریانانیوز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د فلسطین په جنین ښار کې د غاصب صهیونیسټ رژیم جنایت په کلکه غندلی دی.


طالبانو په یوه بیان کې د فلسطین په جنین ښار باندې د اسرائیلي ځواکونو برید چې په پایله کې یې ۹ تنه فلسطینیان شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شول په کلکو ټکو غندلي او شهیدانو ته یې د مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې له نړۍ غوښتي چې د اسرائیلو د بشري ضد ظلمونو په وړاندې خپل غږ پورته کړي او د فلسطین د مظلومو خلکو د اسلامي او بشري حقونو د ساتنې لپاره دې عملي اقدام وکړي.

تر دې مخکې د فلسطین رسمي خبري اژانس راپور ورکړی و، چې اسرایلي ځواکونو د پنجشنبې په سهار شپږ بجې د جنین په ښار او کمپونو بریدونه وکړل او د کورونو له بامونو یې پر فلسطینی ځوانانو د اوښکې بهونکي ګاز او مرمۍ ډزې وکړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي