برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۹ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

طالبانو د طبي مرستو په رسولو کې د امریکا پر بد عهدۍ نیوکه وکړه

آریانانیوز: د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت مشر افغانستان ته د واکسین په لېږلو کې پر امریکا د بد عهدۍ له امله نیوکه وکړه.


د طالبانو د موقت حکومت د روغتیا سرپرست وزیر وویل: امریکا افغانستان ته د واکسین د لېږلو په برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

د طالبانو د موقت حکومت مشر قلندر عباد وايي: څرنګه چې متحده ایالاتو د اکتوبر په نهمه د قطر په دوحه کې د خبرو اترو په ترڅ کې افغانستان ته ژمنه شوي واکسینونه ندي ورکړي، نو موږ لیواله یو چې واکسین له روسیې او کوم بل هیواد څخه ترلاسه کړو چې زموږ سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو وضعیت له هغه وروسته چې طالبانو پر افغانستان واک ونیو، خراب شوی دی.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي