برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو د سره صلیب نړيوالې ادارې سره امنيتي تړون تجديد کړ

آریانانیوز: طالبانو يو ځل بيا د سره صليب نړيوالې ادارې سره په افغانستان کې امنيتي تعهد تجديد کړ او يادې ادارې سره يې ژمنه کړې، چې د طالبانو د ملحوظاتو په نظر کې نيولو سره به يې دوی د مال او پروسنل ساتنه کوي او هېڅ ډول زيان به ورته نه رسوي.


د طالبانو له رسمي ويب پاڼې رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې راغلي، چې دوی د سره صليب د کاري فعاليتونو د کميت او کيفيت په اړه يو شمېر نيوکې او ملحوظات درلودل، چې له امله يې د روان کال اګسټ کې له دغې ادارې سره خپل امنيتي تعهد لغوه کړی و او ورپسې سره صليب په افغانستان کې خپل فعاليتونه هم درولي وو.
د طالبانو په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې بشري او مرستندویه ادارې بايد خپل فعاليتونه له سياسي ملحوظاتو پرته د نړيوالو بشري قوانينو په رڼا کې پر مخ بوځي او زياته کړې يې ده، چې دغه ادارې بايد د غیر ضروري نمايشونو پر ځای د اړ او محتاجو خلکو د مرستو لپاره وکاروي.
د اعلاميې له مخې په قطر کې د طالبانو او سره صلیب د استازو ترمنځ له دوه ورځنۍ ناستې وروسته سره صليب له طالبانو سره منلې، چې د دوی شرائط به په نظر کې ساتي او دواړو لوريو په مثبتو فعاليتونو هوکړه کړې ده.
طالبانو ژمنه کړې، چې د سره صلیب د فعاليتونو په اړه به د دوی د امنيت ساتنه کې مرسته کوې او خپلو جنګياليو ته يې امر کړی، چې د سره صلیب د اجناسو او کارمندانو ساتنې ته پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو مؤسسې او نورې نړيوالې ادارې په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو لپاره له طالبانو سره ځانګړي قرادادونه لري او هره ورځ د خپل کاري پلان په اړه طالبانو ته خبر ورکوي، چې له امله يې نړيوالې ادارې په افغانستان کې ځانونه د طالبانو له بريدونو خوندي بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي