برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۱ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو د رشیدانو ولسوالۍ نقلي مرکزو نیول

د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د رشیدانو ولسوالۍ هغه مرکز چې له اصلي ځایه څو کاله وړاندې را انتقال شوی و، طالبانو یو ځل بیا نیولی دی.


دغه مرکز چې د جغتو په صداقت بازار سیمه کې موجود و، تېره شپه د طالبانو تر بریدونو لاندې راغی چې امنیتي ځواکونو بشپړ ورته پرېيښی دی.

طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې مرکز کې دوی ته تلفات نه دي اوښتي او د دولتي ځواکونو دتلفاتو په اړه يې هم څه نه دي ويلي.

دوی ويلي د سیمې بشپړ واک اوس د دوی د سرتېرو په لاس کې دی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د غزني ښار ته څېرمه د خوږياڼو ولسوالۍ په نقلي مرکز برید کې د دې ولسوالۍ امنیه قومندان سید احمد او د هغه شپږ عسکر ووژل شو.

غزنی یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د ښار په څو مترۍ کې يې د طالب ځواکونو فعالیت ترسترګو کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي