برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبانو د داعش د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړ

آریانانیوز: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له حج څخه د راستنیدو په مراسمو کې پر طالبانو د برید په اړه د داعش د نیت په اړه خبرداری ورکړ.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغې ډلې د پولیسو قوماندانانو ته خبرداری ورکړی چې د داعش ترهګره ډله په پام کښې لری چې د حج له مراسمو څخه د راستنیدو پر چارواکو او قوماندانانو باندې حملې وکړی.

په دغه مکتوب کې ويل شوي چې داعش پلان لري چې په ځانمرګو او بمي چاودنو سره پر طالب چارواکو بريد وکړي او د دغو احتمالي بريدونو مخه بايد ونيول شي.

په دغه خبرتیا کې راغلي دي: د دقیقو معلوماتو پر بنسټ، داعش په پام کې لري چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو پر چارواکو، واليانو، رئیسانو او اداري او نظامي چارواکو چې له فرض حج څخه راستنیږي بریدونه وکړي.

په دغه خبرداري کې دا هم ویل شوي چې داعش به د اختر په ورځو کې د خلکو له ګڼې ګوڼې په استفادې خپل بریدونه ترسره کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغې ډلې له ټولو امنیه قوماندانانو غوښتي چې د داعش د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات وکړي او د خپلو فعالیتونو او معلوماتو راپور ورکړي.

د ځینو طالب چارواکو له ادعا سره سره چې داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځه تللی، دا ډله لا هم په افغانستان کې فعاله ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي