برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو د ایران د مرستې په اړه د امریکا دعوه بې اساسه وبلل

آریانانیوز: دیئراپورپه اسا س د ایران د چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي برایان هوک وویل، چې ایران په افغانستان کېد طالبانو سرتېرو سره مرسته کوي.


هوک دعوه وکړه، چې ان دغه هېواد له طالب سرتېرو سره وسله‌واله مرسته کوي، خو طالبانو دا دعو بې اساسه بللې او په کابل کې د ایران سفارت هم دروغجنه دعوه ګڼلې ده.
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دې امریکايي چارواکي په جعلي ډول په نورو هېوادونو پورې اړوند ځينې بېلګې هم رسنیو ته ښوودلې دي.
«موږ د امریکايي چارواکو دغه راز پروپاګند د هغوی د وارخطايي نښه بولو او غوښتنه ترې کوو چې د تبلیغاتو پرځای دې حقائقوته غاړه کیږدي، خپله ماتې دې ومني، له افغانستان څخه دې خپل اشغالګرځواکونه وباسي او جګړه دې پای ته ورسوي.»
طالبانو امریکا ته ور یاده کړ چې «داسې پروپاګند نه زموږ د مبارزې مخه نیولی شي او نه هم د اسلامي امارت د استقلال، حریت او قوت په اړه چاته شک ور اچولی شي.»
اعلامیه کې د طالب سرتېرو د وسله‌وال ځواک په اړه ویل شوي: «زموږ تر استعمال لاندې ټولې وسلې یا د پخواني جهاد د وخت وسلې دي چې د هیواد په مختلفو سیمو کې مو ذخیره کړې وې او یا له دښمن څخه هغه نیول شوې پریمانه وسلې راسره دي چې هم مو اړتیا پوره کوي او هم پرمختللې دي.»
په کابل کې د ایران سفارت هم دغه دعوه بې اساسه بللې او ويلي يې دي امریکا له بندیزونو وروسته پر ایران د دروغو تورونه پوره کوي.
له دې سفارته خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امریکا په سیمه کې د ایران د ډارولو سیاست پر مخ وړي او دا يې هم د همدې لړۍ یو ګام دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي