برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبانو د ایران د خلکو منتخب ولسمشر ته مبارکي وویله

طالبانو د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې ډاکټر مسعود پزشکیان ته د بریا مبارکي ورکړه.


مسعود پزشکیان د ایران د څوارلسمې دورې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کښې د اکثریت رایو په ګټلو سره د ایران د خلکو منتخب ولسمشر شو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ډاکټر پزشکیان ته د بریا مبارکي وویله؛ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال حنفي وردګ وویل: د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مسعود پزشکیان د بریا له امله مبارکي وایم.

هغه زیاته کړه، هیله من یو چې نوی حکومت د خپلو کورنیو چارو د ښه مدیریت ترڅنګ د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره اغېزمن او ګټور ګامونه پورته کړي.

تر دې مخکې روسیې هم د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د بریا له امله مسعود پزشکیان ته مبارکي ورکړې وه.

د ایران د خلکو منتخب ولسمشر په ۱۳۳۳ کال کې زېږېدلی او د زړه په جراحي کې فوق تخصص لري.

شریک یي کړئ!