برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبانو د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې رد کړې

د طالبانو ویاند د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې رد کړې.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: کابل د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په اړه له هیڅ هیواد سره خبرې نه دي کړي او طالب ځواکونه کافي تجهیزات لري.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د غړو په غونډه کې، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د جمهوري غوښتونکي غړي په ګډون د دغې کمیټې ځینو غړو ادعا وکړه چې طالبان هڅه کوي له پاکستان او شمالي کوریا څخه اټومي وسلې ترلاسه کړي.

دوی ادعا کړې چې طالبانو شمالي کوریا ته یو پلاوی استولی چې د اټومي وسلو د ټکنالوژۍ په اړه خبرې وکړي او له شمالي کوریا سره تسلیحاتي اړیکه ټینګه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي