برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

طالبانو ته د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي پیغام

آریانانیوز: په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې که طالبان سوله غوره نه کړي ، متحده ایالات به د هغو افغانانو ملاتړ وکړي چې د جمهوريت د ساتلو لپاره کار کوي...


ښاغلي خلیلزاد په ټویټر لیکلي چې نړیواله ټولنه به په نوي فصل کې په افغانستان کې د سولې پروسې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د سیاسي حل پربنسټ ، د تاوتریخوالي پای او د نظامي حل د تحمیل کولو هر ډول هڅې ردولو پراساس د افغانستان د سولې پروسې په اړه نړیواله اجماع شتون لري.

د هغه په وینا ، د ښکېلو خواو څخه افغان مشران باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د 40 کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره په ګډه خبرې وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې ځنډیدلې دي؛ مګر په خپل شدت سره په هیواد کې جګړه روانه ده.

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي